
روهي (جمعه/۲۴ د سلواغې)، په سياسي او امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق وايي چې دولت بايد اوس وخت کې هم د سولې او هم د جګړې لپاره چمتوالی ولري؛ هغه تجربې چې د ډاکټر نجيب الله او طالبانو حکومت وروسته رامنځ ته شوې وې، بايد تکرار نه شي.
نوموړي د لنډمهاله حکومت له جوړېدو سره هم مخالفت ښوودلی دی او له خلکو يې غوښتي دي چې د اوسني حکومت ملاتړ دې وکړي. محقق دغه څرګندونې نن ورځ د لويې جرګې تالار کې د خپل زوی محمد باقر محقق د مړينې په لومړي تلين غونډه کې کړې دي.
نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل هم بايد له ټولو سياسي اړخونو سره هوکړې تر سره شي.
دغه ناسته کې د ولسمشر دويم مرستيال بيا ويلي دي چې طالبانو د سولې لپاره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، په داسې حال کې چې حکومت د سولې لپاره طالب بنديان ازاد او مرکچي پلاوی يې دوحه کې شتون لري.