دانش: د طالبانو شرطونه له اساسي قانون سره سخت په ټکر کې دي 

روهي (جمعه/۲۴ د سلواغې)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن ورځ کابل کې يوې ناستې کې ويلي دي چېحکومت پر خپلو ژمنو ولاړدی خو طالبانو دې برخه کې خپلې ژمنې پوره کړې نه دي. 

دانش چې د لويې جرګې خيمه کې يې د محمد محقق د زوی محمدباقر محقق د مړينې په لومړي تلين غونډه کې وینا کوله ويلي دي، چې د طالبانو شرطونه د سولې پر وړاندې خنډ او د افغانستان د خلکو ادارې او اساسي قانون سره په ټکر کې دي. 

د دانش په وينا چې افغان حکومت ښه نيت لپاره د طالبانو بنيدان خوشي او د جمهوريت ټيم اوس هم دوحه کې دی، خو طالبانو هېواد کې تاوتريخوالی ډېر کړی دی. 

که څه هم طالبانو تر اوسه د حکومت له مرکچي پلاوي سره د موقت حکومت د جوړېدو رسمي غوښتنه نه ده کړې، خو حکومت د موقت حکومت په جوړېدو ځيني مسايل چې سولې پوري تړاو لري له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.