یوسف بن احمد العثیمین: افغانستان کې تاوتريخوالی او هدفي وژنې غندو

روهي (جمعه/۲۴ د سلواغې)، د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین ويلي دي چې افغانستان کې روان تاوتريخوالی غندو او پر ځای يې بايد د سولې پر خبرو کار او تمرکز وشي. 

العثیمین زياته کړې، "په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ځای خبرې، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر په چوکاټ کې د هر اړخیزې پخلاینې او سولې د ترلاسه کولو یواځنۍ لار ده".

نوموړي د اسلامي همکارۍ سازمان په استازېتوب افغان حکومت او طالبانو د خبرو له لارې د ستونزې حل ته هڅولي دي او د جګړې پر ودرېدو يې ټېنګار کړی دی.