پاکستاني طالبانو څلور پاکستاني پوځيان په ډزو وژلي 

روهي (جمعه/۲۴ د سلواغې)، د پاکستان پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې سويلي وزيرستان کې د پاکستان تحريک طالبان بريدګرو څلور پوځيان په ډزو وژلي دي. خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دې نښته کې دوه بريدګر هم وژل شوی او يو بل ټپی دی. 

د پاکستان پوځ ويلي دي چې پېښه تېره شپه د سويلي وزيرستان په نارګوسا نومي سيمه کې شوې ده. د پاکستان پوځ د بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اچولی دی. 

رسنيو د وژل شوي پاکستاني پوځيانو انځورنه خپاره کړي او د دوی نومونه يې عمران علي، عاطف جهانګير، انيس رحمان او عزيز ذکر کړي دي. له بلې خوا ځينو رسنيو د وژل شوي پاکستاني پوځيانو شمېر له هغې ډېر ښوودلی کوم چې د پاکستان پوځ اعلان کړی.