رحماني: د فرانسې سفير راته وويل چې د حکومت پر وړاندې ستاسې له دريځ ملاتړ کوم 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د سلواغې)، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې کابل کې يې د فرانسې له سفير سره کتلي دي. د رحماني په وينا چې دغه لېدنه کې د افغانستان او فرانسې پر اړيکو او سولې بهير په اړه خبرې شوې دي. 

مير رحمان رحماني دا هم لېکلي دي چې د فرانسې سفير دیوید مارتین ويلي دي چې نړۍ کې پارلمانونه د خلکو د ادارې استازېتوب کوي او د حکومت پر وړاندې د افغانستان د وسلي جرګې د دريځ ملاتړ کوم. 

د ولسي جرګې رئيس له دیوید مارتین په دې پار مننه کړې چې فرانسه کې يې د احمد شاه مسعود په نوم ځای نومولی. رحماني ويلي دي چې د افغانستان د خلکو او ولسي جرګې په استازتوب د پاريس له ښاروالۍ مننه کوم.