صالح: وضعيت عادی نه دی؛ موټرچلونکي دي سورلۍ تلاشي کړي 

روهي  (پنځه نۍ/۲۳ د سلواغې)، د کابل د امنيت په اړه د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ سلمه ناسته کې پرېکړه شوې چې د پنځمې ناحيې يو کوڅه به د پنځمې امنيتي حوزې د پخواني امر، محمدزي کوچي په نوم ونومول شي، څوګ چې تېره ورځ د نښلونکي ماين په چاودنه کې ووژل شو. 

د ولسمشر لومړي مرستيال کابل ښار کې د تېرې ورځې ماين چاودنې په اړه ويلي دي چې موټر چلونکي ځان له موټر له لاندې غورځولی، ژوندی دی او نښلونکی ماين دوه کسانو چې له دهمزنګ سيمې يې پورته کړي وو، موټر پسې نښلولی. 

نوموړي په همدې اساس ويلي دي چې وضعيت ته په کتو غوره ده چې د کابل ولايت ټول موټر چلونکي موټر ته له پورته کېدو وړاندې خپلې سورلۍ تلاشي  او ځانګړی څار پرې ولري. 

امرالله صالح د کابل نوي امنيه قومندان ته په دنده کې د بريا هيله ښوودلې خو غوښتنه يې ترې کړې ده چې خپل وخت په مبارکيو او نورو مسايلو ضايع نه کړي، بلکې د کابل خلک د امنيت تږي دي او خپله توجه دې امنيت ته ورکړي.