د مير رحمان رحماني کور سره نېږدې موټربم نېول شوی 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د سلواغې)، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني  ته نېږدې سرچينې وايي چې د نوموړي کور سره نېږدې يو موټربم موټر پيدا او همدا ډول په تړاو يې درې کسان نېول شوي دي. 

د سرچينو د مالوتو پر اساس امنيتي ځواکونو موخې ته له رسېدو وړاندې دغه موټربم موټر کشف او نېولی دی. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د موټربم موخه د مير رحمان رحماني کور او که کوم بل ځای وو. 

۸ صبح رسنۍ د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې بريدګر د ملي امنيت له خوا نېول شوي دي. تر اوسه رسمي حکومتي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.