اوښکي بهونکي ګاز د يو پاکستاني پوليس ژوند واخېست 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د سلواغې)، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې يو پوليس وروسته له هغې ومړ، چې اوښکې بهونکی ګاز يې تنفس کړ. ياد پوليس ته د ساه اخېستنې ستونزه پيدا او روغتون کې يې ساه ورکړه. 

پلازمېنه اسلام اباد کې دولتي کارمندانو د معاشونو د لوړېدو لپاره لاريون کړی وو او پوليسو د لاريون کوونکو د پاشلو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز ګټه اخېستې چې له امله يې يو پولیس مړ شوی دی. 

پاکستان کې په دې وروستيو کې د پښتون ژغونې او د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګونو له لاريونونو وراېخوا، دولتي کارمندان او عام خلک د بد اقتصادي وضعيت په اړه لاريونونه کوي.