د ننګرهار د نن سهار دوه چاودنې 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د سلواغې)، نن سهار ننګرهار ولايت کې دوه چاودنې شوې چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. لومړۍ چاودنه کامې ولسوالۍ کې په يو موټر پسې شوې ده، چې موټر چلونکی په کې وژل شوی او يو بل کس په کې ټپي شوی دی. 

دويمه چاودنه بسهود ولسوالۍ کې په يوې کراچۍ پسې شوې ده، چې يو ولسي کس په کې وژل شوی او يو بل په کې ټپي شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د دغه بريدونو مسووليت نه دی اخېستی.