د سعودي عربستان پر ابها هوايي ډګر د حوثي یاغیانو په راکټي برید کې يوه الوتکه وېشتل شوې او سوځېدلې ده 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د سلواغې)، د سعودي عربستان رسنيو راپور ورکړی دی چې د  يمن حوثي یاغیانو په راکټي برید کې چې د سعودي عربستان پر ابها نومي هوايي ډګر شوی، يو الوتکه په نښه شوې او سوځېدلې ده. 

د حوثي جنګيالو ډلې هم په يوې خبرې پاڼې کې ويلي دي چې دغه بريد د بې پېلوټه الوتکې په وسيله شوی او پر يمن د سعودي عربستان د وروستيو بريدونو انتقام وو. 

له کالونو راهيسې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ايتلاف او د ايران په ملاتړ يمن کې د حوثي ياغيانو ترمنځ بريدونه او نښتې کيږي.