دانش: که د دوحې هوکړې باندې له سره کتنه ونه‌شي، سوله به له ننګونو سره مخ شي

روهي (لورنۍ/۲۲ د سلواغې)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي  چې که چیرته د امریکا  او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه په اساسي توګه له سره ونه ارزول شي، د سولې پروسه به له ډېرو ننګونو سره مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازولې له رئیس خوان پدرو شیرر سره په لېدنې کې کړې دي. 

دانش زيات کړې،  "یاد هوکړه په خورا بېړه او په ځانګړو شرایطو کې لاسلیک شوه او په راتلونکې کې د افغانستان د ثبات او د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره هیڅ تضمین نه لري."

د نوموړي په خبره، اوس د افغانستان خلک دا تمه لري چې د افغانستان په قضیه کې ښکیل نړیوال همکاران، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات په دې هوکړه له سره کتنه وکړي، کنه د دې امکان ډېر دی چې تاوتخریخوالی زیات شی.