دوه مېلېاره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي؛ د هېواد ترټولو ستر هوايي ډګر په ۲۰۳۵ کال کې لوګر کې جوړيږي 

روهي (څلورنۍ/۲۲ د سلواغې)، د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې افغانستان کې د ترټولو ستر هوايي ډګر د جوړونې سروې بشپړه کړې او لومړني لګښت يې تر دوه مېلېارده امريکايي ډالره کيږي. دغه هوايي ډګر په لوګر ولايت کې جوړيږي. 

د ملکي هوايي چلند ادارې وياند نعيم صالحي نن ورځ رسنيو ته ويلي دي چې دغه هوايي ډګر به د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې جوړ او چارې به يې تر ۲۰۳۵ز کال پوري بشپړې شي. 

د نوموړي په وينا د دغه هوايي ډګر جوړول ۱۵ کاله وخت نېسي چې په يو کال کې به د لس مېلېونه مسافرو د تګ او راتګ وړتيا ولري. 

لوګر والي عبدالقيوم رحيمي ويلي چې د دغه هوايي ډګر په جوړېدو سره به لوګر ولايت په اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو اړخونو کې د پام وړ ارزښت خپل کړي.