نبيل: احمد مسعود د ستر فکر څښتن دی 

روهي (څلورنۍ/۲۲ د سلواغې)، تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل د احمد شاه مسعود له زوی احمد مسعود سره کتلي دي. د نبيل او مسعود په ناسته کې د افغانستان پر وران وضعيت او سولې خبرې شوې دي. 

رحمت الله نبيل د دغه لېدنې په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې احمد مسعود د لوړې شننې، هېوادپالنې او ملي فکر څښتن کس دی. 

نوموړي د افغانستان د سولې او جګړې بهير د نامالوم برخليک لرونکی ښوودلی دی او لېکلي دي چې په دې او ورته نورو مسايلو يې له نوموړي سره خبرې - اترې کړي.