نوم يې نه اخلي؛ خو د پاکستان په اړه ولسمشر غني مودي او نړۍ ته څه وايي؟  

روهي (درې نۍ/۲۱ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د هندوستان له لومړي وزير نرېندرا مودي سره په ان لاين ناسته کې د شاتوت بند  د جوړېدو تړون لاسليک کړ. 

ولسمشر غني د پاکستان د نوم له نه یادولو سره وايي چې نړۍ باید د افغانستان د سولې بهیر کې له دخیلو هېوادونو وغواړي چې د افغانستان ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي، ترهګرو ته ځای  ور نه کړي او د خپلو ګاونډي په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

ولسمشر غني او د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي پر يو باثباته او سوله ييز افغانستان ټېنګار کړی دی او د افغانستان سوله يې د سيمې په ګټه بللې ده. 

افغان حکومت په وار - وار پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کې پر لاس وهنې، د حکومت ضد وسله والو ډلو څخه په ملاتړ او له افغانستان سره په نه رېښتينې همکارۍ تړون کړی دی.