قریشي: د مولانا فضل الرحمن کړنې د هندوستان په ګته او د پاکستان بې ثباته کول دي 

روهي (درې نۍ/۲۱ د سلواغې)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګ پر کړنو نېوکې کړې دي. 

قريشي ويلي دي چې د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګ دا حق لري چې د خپلو موخو لپاره ناستې او وسله ييز لاريونونه وکړي، خو د دوی هغه کړنې چې پاکستان کې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ سبب کيږي د هندوستان په ګټه دي. 

قريشي ويلي دي چې يو شمېر بهرنۍ کړۍ په دې لته او هڅه کې دي چې پاکستان کې ترهګريزې کړنې تر سره او دغه هېواد ناامنه کړي، خو د پاکستان پوځ په دې بوخت دی چې مخه يې ونېسي.