غني او مودي د ۲۸۶ میلیون ډالرو په ارزښت د شاتوت بند پروژه لاسلیک کړه 

روهي (درې نۍ/۲۱ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي نن ورځ د ان لاين ناستې له لارې د شاتوت بند پروژه لاسليکه کړه. د دغه پروژې ارزښت ۲۸۶ مېلېونه امريکايي ډالر دی. 

کابل ته څېرمه شاتوت بند ١٤٦ ميليون مکعب متر اوبه زيرمولى او د کابل نږدې دوه میلیون وګړو ته اوبه برابرولی شي. د دغه پرژوې په اړه له وړاندې د افغان او هندي چارواکو ترمنځ خبرې - اترې شوې وې. 

دا پرژوه په داسې وخت کې لاسليک کيږي چې ولسمشر غني د افغانستان د اوبو د مهارکېدو ويلي دي او اوس مهال تر نيمايي ډېرې د افغانستان اوبه پاکستان او  ايران ته بهيږي.