د عامې روغتيا وزارت درې کارکوونکي د ۸۰زره ډالرو رشوت اخېستو په جرم زندان ته اچول کيږي 

روهي (دوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، لويې څارنوالي وايي چې د عامې روغتيا وزارت درې کارمندان يې د اتيا زره امريکايي ډالرو رشوت اخېستو په جرم په بند محکوم کړي دي. 

د لويې څارنوالۍ له خوا په دې اړه په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د عامې روغتیا درې کارکوونکي د ۸۰ زره ډالرو بډو اخیستلو په تور په مجازاتو محکوم شول. د مرکزي سټاک آمریت سرپرست غلام سخي نظر او د مرکزي سټاک د راپورونو د رسید مدیر غلام مصطفی پر پنځو پنځو کالو او د فني آمریت معتمد احمد فواد پر درېيو کالو تنفیذي حبس محکوم کړل. 

دغې محکمې دا درې کسان د ندې پر انفصال او د تضامن په توګه د بډو (رشوت) د معادلې وجې ۸۰ زره امریکايي ډالرو پر ورکړې هم په سزا محکوم کړي دي. "

 د لويې څارنوالۍ په خبرپاڼه  کې دا هم ويل شوي دي چې د تشریح د پلاوي غړي اجمل عسکرزاده، د معاینې د مدیر محمود نوابي او د مرکزي سټاک د معاینې پلاوي فضل شاه قریشي د برائت حکم صادر شوی.