اصولي: زه د خپلو خبرو په اړه بښنه غواړم 

روهي (دوه نۍ/۲۰د سلواغې)، ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي څرګندونې نن ورځ وروسته له هغه جنجالي شوې، چې د ۱۳۷۳ کال په اوږدو کې يې د کندهار او نورو ولايتونو د ناامنيو او زور - زياتيو په کې ويلي وو. 

اصولي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ويلي، چې اوسنی حکومت د ۱۳۷۱ کال له نظام غوره دی، هغه مهال کابل کې خلک وژل کېدل، د کندهار پر لويه لار له هلکانو سره نکاحونه کېدل او ........ 

د کمال ناصر اصولي دغه څرګندونو ته يو شمېر وکيلانو غبرګون وښوود او د اصولي څرګندونې يې د لوی کندهار سپکاوی او توهين بللی. کمال ناصر اصولي ولسي جرګه کې د کندهار پر استازو غږ کړی او ويلي دي چې د ده موخه کوم قوم، ژبه او سيمه نه؛ بلکې د اويايمو کالونو ناامنۍ وې. 

نوموړې زياته کړې،  "زما د لوي کندهار  قهرمان ولسه 
  متوجه اوسئ چې څوګ مو د احساساتو سو استفاده ونه کړي؛ زما په خبرو کې هدف منطقه، قوم  نه وو، عمومي نا امني وه. 
زما خبرو که  تاسو خفه کړي یاست، زه چې وکالت کوم او بیا را څخه خپل وجود خفه وي بیا دا وکالت د څه لپاره؟ نو د هغه څرګندونو چې تاسو یي خفه کړي یاست معذرت غواړم."