روهي (دوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، نن ورځ ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي له جمهوريت او اوسني حکومته په ملاتړ وينا کړې خو د يو شمېر وکيلانو غبرګونونه يې راپورته کړي. 

اصولي ويلي چې اوسني نظام د ۱۳۷۱ کال له نظام غوره دی؛ ۱۳۷۲ کال کې کابل کې خلک وژل کېدل، په ۱۳۷۳ کال کې  کندهار پر لويه لار هلکانو سره نکاحونه کېدل. 

د اصولي دغه څرګندونو ته تالار کې يو شمېر وکيلانو غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې د کمال ناصر اصولي دا ډول څرګندونې لوی کندهار ته توهين او سپکاوی دی. 

له وکيلانو وراېخوا د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور هم پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د اصولي دا ډول څرګندونې تاريخي کندهار ته سپکاوی دی. 

له بلې خو د نننۍ پېښې په اړه کمال ناصر اصولي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي،   

"حقیقت څه دي؟ 
ځینې وکیلان غواړي د غیر مشروع  لارې شهرت  پیدا کړي ! 
نن تالار کې وکیل صاحب شهید زاده وویل چې رحماني د 
ولسی جرګې ریس پرون ځینوً وکیلانو ته ۲۵۰۰ ډالر ورکړي تر څو بودجه رد کړي 
هو دا کړي د نظام د منځه وړلو هڅې کوي چې نن  هم بعضو جمهوریت ته اختار ورکاوه موږ د نظام د بقا او د دغې ډلې وکیلانو مقابل کې وویل چې په افغانستان کې دمزار کندهار او نورو لارو کې  د ګیلم جم نیولې تر لسو مختلفو ډ لو تسلط درلود  او د ۱۳۷۱ کال د نا امنیو په اړه بحث کړي عزت سر او مال د ولس نه وو خوندي نو د هغه وخت نه فعلي حالت بهتر دي  خو دا کړي زموږ د ځینو ملګرو منځ کې د سو تفاهماتو د پیدا کولو په لټه کې ده.

که دشمن هر څومره کوشش وکړي چې د وروڼو منځ کې نفاق واچوي خو زما لوي کور نه شي ویشلي ویاړم زما په کندهاریانو ، هراتیانو ، ننګرهاریانو  هلمندیانو  غزنیچیانو ، پکتیاوالو په کل کې په افغانانو او د افغانیت او افغانستان په موسس لوي احمد شاه بابا . 
ستاسو توطیي زما ولس نه شي خطا ایستلي 
ژوندي د وي افغان ولس او لوي کندهار"