کورنيو چارو وزارت: بسهود ولسوالۍ کې وژل شوي کسان ولسي وګړي وو؛ امنيه قومندان مو څارنوالۍ ته معرفي کړ

روهي (دوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، کورنيو چارو وزارت د ميدان وردګ بهسودو ولسوالۍ د وروستۍ پېښې په اړه په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې ياده پېښه کې وژل شوي او ټپيان ولسي وګړي دي. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي،   "په بهسود ولسوالۍ کې د ۱۳۹۹یم کال د سلواغې په ۱۰مه د جمعې پر ورځ د ترسره شویو لاریونونو ګډونوال غیرمسلح کسان وو. کله چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، نو له امله یې ۱۱ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۳۱ تنه ژوبل دي."

کورنیو چارو وزارت د همدې قضیې په تړاو د میدان‌وردکو د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیې یې څارنوالۍ ته لېږدولې، څو د قانون په رڼا کې په بنسټیز ډول وارزول شي او عدالت تامین شي.

کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي، چې د حصې اول او دویم ولسوالۍ اداري واحدونه به بیاځلي فعال شي او خپلو هېوادوالو ته به چوپړتیاوې وړاندې کړي.