صالح: د کابل ولايت دروازو کې پلټونکي سپيان زياتوو 

روهي (دوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د سهار شپږ نيمو بجو نننۍ ناسته کې ويلي دي چې د کابل ولايت په دروازو کې د هغه سپيانو شمېر چې مواد پېژنې زياتوي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال له قوله لېکل شوي دي چې دغه سپيان نشه يي او نور چاودېدونکي مواد ژر پېژني او دا وړتيا هم لري چې هغه کسان وپېژني چې نشه يي مواد کاروي. 

امرالله صالح د سمير په نوم د يو باج اخېستونکي غوښتي دي چې پوليس ته ځان په خپله وسپاري. سمير نومي کس د لومړۍ ناحيې له کراچۍ لرونکو کسانو پيسې اخېستلې او په همدې پيسو يې د کابل شهرنو يا نوي ښار کې يو مغازه هم جوړه کړې ده. صالح خبرداری ورکړی دی چې که چېرې ياد کس ځان تسليم نه کړي نو د مغازې پيسې به يې د ښاروالۍ د کارمندانو په درملنې ولګول شي. 

د سهار د شپږ نيمو بجو ناستې په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې بګراميو ولسوالۍ کې د موټرونو د غلا پېښې ډېرې شوې دي او کابل ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يوازې د موټرونو د غلا يوه پېښه ثبت شوې ده.