پروان پوهنتون سره نېږدې چاودنه شوې 

روهي (دوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، له پروان ولايت راپورونه وايي چې د دغه ولايت له پوهنتون سره نېږدې په يو هايلکس موټر پسې نښلونکي ماين چاودنه کړې چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

د مسوولينو په وينا پېښه کې يو کس وژل شوی او پنځه نور په کې ټپيان دي. د پروان د عامې روغتيا رئيس رسنيو ته ويلي دي چې ښايي د مرګ - ژوبلې شمېرې له دې هم پورته شي. 

پروان د کابل په شمال کې پروت ولايت دی چې ځيني وخت ورڅخه د نښلونکو ماينونو او هدفي وژنو راپورونه ورکول کيږي.