لیندزي ګراهام: تر مې مياشتې له افغانستانه پوځيان نه باسو 

روهي (دوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، د امريکا د مشرانو جرګې يو تن غړي لیندزي ګراهام رسنيو ته ويلي دي چې د روان کال مې مياشتې پوري به ټول امريکايي سرتيري له افغانستانه بهر نه شي. لیندزي ګراهام وايي چې د جوبايډن حکومت پرېکړه کړې چې افغانستان کې وضعيت ته په کتو د خپلو پوځيانو په اړه پرېکړه وکړي. 

دی وايي چې د افغانستان په اړه د جوبايډن له پرېکړې خوښ دی. نوموړي زياته کړې"مونږ غواړو چې خپل  ځواکونو د یوې  تګلارې له مخې خپل سرتېرو هلته (افغانستان کې) وساتو." 

بيا له بلې خوا طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د دوحې هوکړې اړوند امريکايي ځواکونه افغانستان خوشی نه کړي، نو دلته به ستره جګړه پيل چې مسووليت په يې د واشنګټن په غاړه وي.