کندز کې د وریجو فابریکه چې یوه ورځ کې ۱۴۰ ټڼه وریجې پروسس او د بسته کولو توان لري

روهي ( دوه نۍ/ ۲۰ د سلواغې )،په کندز ولایت کې د وريجو پروسس او بسته بندۍ کې د پانګونې زیاتوالی راغلی.

 
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د شعیب فیصل د وريجو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه چې په ۱۳۸۸ لمریز کال یې په کندز ولایت کې د یو ملیون ډالرو په لومړنۍ پانګونې  سره خپل فعالیت پیل کړی وه، اوس یې خپله پانګونه ۵ ملیونو ډالرو ته لوړه کړې ده.
 
د کندز ولایت د هیواد په شمال ختیځ کې یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د وريجو د بیلابیلو ډولونو کښت کې ځانګړی شهرت لري .
 
د یاد وزارت ویاند فواد احمدي وایي دا فابریکه په یوه ورځ کې ۱۴۰  ټنو وریجو پروسس او بسته کولو توان لري او د کندزولایت  220. تنو اوسیدونکو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده. 
 
احمدي زیاتوي د شعیب فیصل د وريجو فابریکه خپل محصولات دکندوز ولایت سربیره ګاونډیو ولایتونو کې پلوري او ګاونډي هیواد تاجکستان ته يې هم صادروي.