هرات کې د يوې کورنۍ شپږ غړو خپل پښتورګي خرڅ کړي 

روهي (يوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ شپږو غړو د غريبۍ او بې کارۍ له امله خپل پښتورګي خرڅ کړي دي. دغه وروڼه وايي چې د پورونو او بې وسۍ له امله اړ شول چې خپلې ګوردې يا پښتورګي خرڅ کړي. 

د غلام نبي په نوم د يادې کورنۍ يو غړي رسنيو ته ويلي دي چې ايران ته په قاچاق تللي وو، د قاچاق کوونکو پرې پور وو، بله چاره نه وه پرته له دې چې د خپل بدن غړي خرڅ کړي. 

د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالۍ ته له بادغيس ولايت راغلې کورنۍ د غربت له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون د بدن غړي خرڅ وي او په نېږدې څو کالونو کې سلو کسانو خپل پښتورګي خرڅ کړي.