د موبایل زنګوله وکړنګېده. ومې کتل چې سلام یې کړی و. ما ورته علیکم لیکه چې بل پیغام یې را ورسېد، وایي:
- ژوند بیخي ستړی کړی یم!
په تلوار شوم. ومې ویل:
- خدای دې خیر کړي، بیا څه شوي!؟
هغه په دې پیغام د خفګان اېموجي ولګاوه. بې وسه شوم. زړه مې ودربېد. ومې لیکل، خو ولې؟
دې وخت کې د ده د بل پیغام کړنګ شو. ویل یې، په څه محدودیتونو کې ژوند کوو. هیلو ته، هسې نه شو رسېدلی خو اوس مې پر فېسبوک دوه، درې جملې احساس هم څوک نه شي زغملی. اخر به مې زاره وچوي. هر څومره احتیاط چې کوم، نه کېږي. څوک، څوک به بلاک کړو. دلته به هرڅوک درسره کینه پالي. تربور به دې بولي او هیله به لري چې وشرمېږو. نه پوهیږم ولې؟
پیغام یې اوږد و. قسم یې کړی و چې خپله خو داسې نه دی. د خلکو په خوښیو خوښيږي. د هر چا درناوی کوي، حتی نه غواړي ناحقه مچ ته هم زیان ورسوي خو دی ولې د خپلو احساساتو خلاف صحنه ګوري.
ما مازې ولیکل چې ته یو لوی انسان یې. ځان له وړو خلکو سره مه پرتله کوه. هر بد فکر باندې له سره سوچ مه خرابوه. کرار ژوند وکړه او بل ته هم ژوند او مینه دواړه وښیه!
ده مې پیغام ته زړه را کړ او خدای په اماني یې واخیسته.
پای
ژوند_وکړه!
وروستي