د هند او انګلنډ ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې دریمه ورځ پای ته ورسیده

روهي (یوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، د هند او انګلېنډ ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې دریمه ورځ باندې هند شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ورځ پای ته ورسیده.

هندوستان د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کې د دریمې ورځې تر پایه ۲۵۷ منډې د شپږ لوبغاړو سوځیدو سره ترلاسه کړې؛ ددوی له منځه روهیت شرما ۶، شوبمن ګېل ۲۹،  پیوجاره ۷۳، ویرات کهولي ۱۱، ریحاني ۱ او ریشب پنټ په ۹۱ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه؛واشینګتن سونګر په ۳۳ او ایشوېن په ۸ منډو ناسوځیدلي پاتې شول.

انګلستان ته په توپ اچونه کې ډم بېس څلور او ارچر دوه لوبغاړي وسوځول.

هند ۳۲۱ نورو منډو ته اړتیا لري ترڅو د انګلېنډ د لومړۍ پاڼۍ د ۵۸۷ منډو قرض ورخلاص کړي، دوی څلور ویکټې په واک کې لري.