ویسټنډیز دا ځل ښه راتګ وکړ او کوربه بنګلادېش یې مات کړ

روهي (یوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، یاده لوبه چې د روانې میاشتې پر دریمه د بنګلادېش په توپوهنې پیل شوي وه، نن د میلمه وینډیز په ګټه پای ته ورسیده.

بنګلادېش په لومړۍ توپوهنه کې د مهدي حسن سلیزې او شکیب الحسن نیمه سلیزې پرمټ ۴۳۰ منډې جوړې کړې او ویسټنډیز ته جوملواریکن څلور او رخیم کرنوال دوه لوبغاړي وسوځول.

ونډیز د توپوهنې په لومړي اننګز کې د کرېګ برېټوایټ او جرماین بلاکووډ نیمه سلیزو پر مټ ۲۵۹ منډې جوړې کړې، بنګلادېش ته په توپ اچونه کې مهدي حسن څلور او مستفیظ الرحمان دوه لوبغاړي وسوځول.

کوربه بنګلادېش په خپله دوهمه بېټېنګ پاڼۍ کې د مومین الحق سلیزې او لیتن دس نیمه سلیزې پرمټ د اتو لوبغاړو سوځیدو سره ۲۲۳ منډې جوړې کړې او ویستنډیز ته په توپ اچونه کې یو ځل رخیم کرنوال او جومل واریکن درې ـ درې لوبغاړي وسوځول.

د ټاکل شوي ۳۹۵ منډو هدف لپاره ویسټنډیز د سیالۍ پر وروستۍ ورځ د د کایل مایرس ۲۱۰ ناسوځیدلي او نکروما بونر ۸۶ منډو پرمټ د اوو لوبغاړو سوځیدو سره ځان ورسؤه او سیالي یې په دریو ویکټو له کوربه بنګلادېش خپله کړه.

بنګلادېش ته په وروستۍ پاڼۍ کې کې مهدي حسن څلور او تاج  الاسلام دوه لوبغاړي وسوځول.
کایل مایرس د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دواړو هیوادونو ترمنځ به دوهمه ټېسټ لوبه د روانې میاشتې په یوولسمه نیټه پیل شي.