روهي (یوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، د متحداماراتو په کوربتوب د T10 یا لس اوریز غوره لیګ چې د جنوارۍ پر ۲۸مه پیل شوی و، تېره ورځ د فبرورۍ پر شپږمه یې پایلوبه د نرترن واریرز او ډهلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې واریرز پکې په اتو ویکټو بریا خپله کړه او د دوهم ځل لپاره یې د لس اوریز لیګ اتلوالي خپله کړه.
واریرز د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه ترسره کړه چې ډهلي بولز ورته پوره لس اورونو کې د محمدنبي ۲۱ او رحمن الله ګربز ۱۳ منډو پر مټ د نهو لوبغاړو سوځیدو سره ۸۱ منډې جوړې کړې.
ماهېش دیکشانه د واریرز لپاره درې لوبغاړي وسوځول او ټاکل شوی هدف د نرترن لوبډلې د سیالۍ په نهم اور کې ترلاسه او سیالي یې په اتو ویکټو وګټله.
ماهېش دیکشانه د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د یاد لیګ غګد غوره لوبغاړي جایزه نیکولس پوران، د تر ټولو زیاتو منډو جایزه پاکستاني حسېن اختر چې ۲۴۸ منډې یې ترلاسه کړي وې او د سږ کال د لس اوریز غوره لیګ د زیاتو ویکټو جایزه بیا انګلینډي جمي اورټن ته ورکړل شوه چې تر نورو زیاتې ۱۲ ویکټې یې ترلاسه کړي وې.
په څلورم پړاو لس اوریز لیګ کې لاندې افغان لوبغاړي بیلابېلو لوبډلو له ځانو سره اخیستي او ډیری یې په لوبو کې تر وروستیو ولوبیدل:
محمدنبي، شهزاد محمدي، قیساحمد، رحمنالله ګربز، مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، نوینالحق، فضل احق، عظمت الله عمرزی، درویش رسولي، نجیبالله ځدران، وقار سلام خېل، کریم جنت او ظاهر خان.
قیساحمد، کریم جنت، فضل حق فاروقي، نور احمد لکڼوال او مجیب ځدران بنګله ټایګر لوبډلې، محمدنبي، رحمنالله ګربز او وقار سلام خېل ډهلي بولز لوبډلې، نوین الحق او نجیب الله ځدران ابو ظبۍ لوبډلې، محمد شهزاد او ظاهرخان ډیکن ګلډیټرز لوبډلې، عضمت الله عمرزی قلندرز لوبډلې او دروېش رسولي پوني ډیویلز لوبډلو کې شامل و.
نوراحمد لکڼوال په اسټرالیا بیګ باش غوره لیګ کې د ټپي کیدو له امله په لس اوریز لیګ کې ونشو لوبیدی.
لس اوریزه غوره لیګ چې له جنوارۍ ۲۸تمې تر فبرورۍ شپږمې یې دوام وکړ، اتو لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز پکې شاملې وې او ترمنځ یې ۲۹ سیالۍ ترسره شوې چې اتلوالي یې نارترن وایررز لوبډلې پخپل نوم کړه
د یادونې وړ ده چې دا ځل د ټي ټېن غوره لیګ د کرونا وبا له امله د بندو دروازو تر شا د ننداره چیانو په نشتون کې ترسره شو.
وروستي