صالح: څوګ وايي چې ولسمشر غني منزوي شوی دی؟ 

روهي (يوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي چې د امريکا او افغان حکومت ترمنځ د دوه اړخيز تړون پر اساس له هغه پوځي اډو چې امريکايي ځواکونه بهر کيږي وسايل يې بايد افغان دولت ته وسپاري. 

نوموړي د سهار شپږ نيمو بجو ناستې راپور کې لېکلي دي چې ځيني کسان د حکومت په استازېتوب تړونونه کړي او دغه وسايل تر لاسه کوي چې قانوني چلند به ور سره وشي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال ۸ صبح ورځپاڼه کې هغه راپور چې د ولسمشر غني د منزوي کېدو په کې ويل شوي دي رد کړی دی او ويلي دي چې د هېواد ولايتونو ته د ولسمشر وروستي سفرونه د ولسونو په منځ کې د ولسمشر غني شتون ښيي. صالح لېکلي دي چې ۸ صبح ورځپاڼه کې شوې لېکنه بې څېړنې او بې ثبوته ده. 

امرالله صالح ننګرهار ولايت تورخم دروازه کې هغه کسانو ته هم خبرداری ورکړی دی چې پاکستان ته له تلونکو مسافرو رشوت او پيسې اخلي. ده تورخم دروازه کې پر شته مسوولين غږ کړی چې ځاونو کې سمون رامنځ ته کړي.