کابل او ننګرهار کې د موټر بم په ګډون ۴ چاودنې شوي

روهي ( یوه نۍ/ ۱۹ د سلواغې )، ننګرهار؛ په دوو چاودنو کې يو پوليس وژل شوى او څلور ټپيان دي.
 
چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي اړوند چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې تر اوسه ترې د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.
 
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې ياد موټربم د یوه سراچه موټر په وسیله شوی دی.
 

عام خلک وايي، د چاودنې غږ دومره دروند و چې جلال اباد ښار په ځینو برخو کې هم اورېدل شوی دی.
 
بله خوا د ننګرهار د امنيې قومانداني وياند فريد خان وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د درېيمي ناحیې په اړوند سيمه کې د درېيمي امنيتي حوزې د پوليسو پر رېنجر باندې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې دوه سرتېري پکې ټپيان شوي دي. 
 
نن کابل هم د دوو چاودنو شاهد وه چې څلورو کسانو پکې زخمیان شوي.
 
کابل کې لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۸:۴۰ دقیقې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند څلورم مکرویان سیمه کې پر یوه هایلکس موټر شوې ده.

د کابل امنیتي مسولینو ویلي چې دیادې چسپکي ماین چاودنې له امله دوه کسان ټپیان شوي.
 
دوهمه چاودنه د کابل ولايت احمدشاه بابا مېنه کې کرولا ډوله موټر باندې چسپکي ماین چاودلی چې دوه کسان پکې زخمیان شوی.
 
تیره ورځ کابل کې د دریو چاودنو له امله ۴ کسان وژل شوي او ۷ نور بیا ټپیان شوی وو.
 
تر اوسه د دغو بريدونو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.