روهي ( یوه نۍ/ ۱۹ د سلواغې )، د ننګرهار په ولایت کې د لبنیاتو یوې فابریکې د پانګوونې په زیاتوالي سره خپل تولیدات زیات کړی دي.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي چې ختیځ د لبنیاتو فابریکه چې لس کاله وړاندې يې په جلال آباد ښار کې د لبنیاتو په تولید کې خپل فعالیت پیل کړی و، اوس يې په دې برخه کې خپله پآنګونه ۱،۵ ملیونه امریکایی ډالرو ته لوړه کړې، چې په ورځ کې تر ۶ زره لیتره شیدو څخه د لبنیاتو د بیلابیلو ډولونو د تولید ظرفیت لری .
احمدي زیاتوي دغه فابریکه هره ورځ ۶ زره لیټره شیدې د ننګرهار ولایت د کامې، بهسودو، ګوشتې، چپرهار، غني خیل او بټي کوټ ولسوالیو کې څخه خامې شیدې راټولوي او له هغه څخه کوچ ، مستې ، چکه ، او نورو لبنیاتو لپاره خامو شیدو اونور لبنیات تولیدوي.
د ختیځ د لبنیاتو فابریکې د ننګرهار لسګونو اوسیدونکو ته دندې زمینه برابره کړې.
دده په وینا اوس یادې فابریکې خپل محصولات په جلال اباد ښار او ګاونډیو ولایتونو کې هم پلوري.
وروستي