طالبان: که د دوحې تړون لغوه شي، دا به د یوې سترې جګړې سبب شي

روهي (نۍ/۱۸ د سلواغې)، تازه د امریکا د کانګرس يوې ډلې له افغانستان د ځواکونو د اخراج د ځنډولو له سپارښتنې سره چې د ځواکونو له پاتې کیدو سره به ستره جګړه پېل شي.

طالبان وایي، که چيرته د دوحې تړون لغوه شي، دا به د یوې سترې جګړې سبب شي چې مسووليت به يې د امریکا پر غاړه وي؛ دوی خبرداری ورکړی چې که ناټو او امريکايي ځواکونه د دوحې تړون پر اساس په مې میاشت کې له افغانستان ونه وځي نو د امريکا پر وړاندې به جګړه له سره پېل کړي. 

طالبانو دغه څرګندونې د دوو ګوندونو د کارپوهانو د هغه راپور په ځواب کې کړې، چې په هغه کې سپارښتنه شوې وه چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو موضوع تعويق ته واچول شي. 

امريکا او طالبانو د تير کال په فبرورۍ میاشت کې يو تړون لاسليک کړ چې په افغانستان کې ميشت د ناټو ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اپريل تر پایه له دې هېواد وځي او طالبان به تاوتریخوالی کموي.