روهي (نۍ/۱۸ د سلواغې)، د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مني چې د طالبانو د یو پلاوی د ملا غني برادر په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی.
په همدې موخه د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلې، چې د ترکمنستان په بلنه د ملا برادر په مشرۍ پلاوی دغه هېواد ته رسیدلی دی.
د طالبانو یاد پلاوی داسې مهال ترکمنستان ته سفر کوي چې له دې وړاندې یاد پلاوي پاکستان او په وروستیو کې ایران او بیا روسیې ته سفرونه وکړل.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان دولت د طالب مشرانو د وروستیو سفرونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او په وینا چې طالبان د سولې خبرو ته لیواله نه دي او د وروستیو سفرونو په پایله کې یې د سولې روانې خبرې له ځنډ سره مخ کړي.
وروستي