افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده

روهي (جمعه/۱۷ د سلواغې)، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ۲۰۲۰ کال راپور کې وایي، چې په ۲۰۲۰ کال د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ بېلا بېل مورده  ثبت کړي.

د یادې کمیټې د مالوماتو له مخې، چې په دغه کال کې ۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې پنځه یې د هدفي وژنو او ۲ د ماین د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کمیټې لخوا د را ټولو شویو شمیرو له مخې طالبان او داعش ډلې د خبریالانو پر وړاندې د ډیری تاوتریخوالو او ګواښونو مسوولیت پر غاړه لري او حکومتي مسوولین او موظفین بیا په دویمه درجه کې دي. 

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه داسې مهال په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ډېریدو راپور ورکوي، چې د ۲۰۱۹ د شمېرو (۱۰۵) سره په پرتله، په دې کال کې د تاوتریخوالو کچه ۲۶ سلنه لوړه شوې ده.