توماس ویسټ د خلیلزاد د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو

روهي (جمعه/۱۷ د سلواغې)، د متحده ایالاتو نوې ادارې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په خپل ځای پرېښود او توماس ویسټ يې د هغه د نوي مرستیال په توګه وټاکه.
 
خلیل زاد وایي، چې په سیمه کې د توماس ویس تجربه به موږ سره په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستو کې مرسته وکړي. 

توماس ویسټ د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا، د افغانستان - پاکستان څانګې پخوانۍ رئیس او د ولسمشر د پخواني مرستیال جو بایډن سلاکار هم و.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ټاکل شوی او د امریکا نوی حکومت هم غواړي څو په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.