کورنیو چارو وزارت وایي؛ خلک دې خپله د امنیت ساتنې په موخه ځیني اقدامات ترسره کړي

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د سلواغې)، په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د مقناطیسي ماین چادونو له زیاتیدو سره کورنیو چارو وزارت په خلکو غږ کړی چې د ځان ساتنې لپاره خپله ځیني اقدامات ترسره کړي.

تازه د کورنیو چارو وزارت په همدې موخه یوه ویډیو خپره کړې او خلکو ته ښیي، چې څه ډول د خپل ځان ساتلو په موخه د مقناطیسي ماین چادونو خپل ځانونه خوندي وساتي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا چې دوی هره ورځ په هڅه کې دي ترڅو د وروستیو پېښو مخنیوی وکړي او په دې برخه کې یې ګڼ کسان نیولي خو پکار ده چې خلک هم له احتیاط کار واخلي.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال هېوادوالو ته د خپل امنیت د ساتنې په برخه کې خبرداری ورکوي چې په وروستیو کې په هېواد کې هدفي وژنو زور اخیستی او هره ورځ  ګڼ هدفي بریدونه ترسره کیږي چې دې حالت په امنیتي ادارو ګڼې نیوکې را پورته کړي دي.