رحماني: د امريکا ولس ته مې د جوبایډن د بریا مبارکي وويله

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني کابل کې د امريکا متحدو ایالتو سفارت شارژدافير راس ويلسن سره د ويډيو ناستې له لارې خبرې کړې. 

په دې ويډو کنفرانس کې دواړو لوريو، د هېواد په روان وضعيت، د سولې بهير، انکشافي برنامو، له افغانستان سره د امريکا متحده ايالاتو پر مرستو او ځانګړې توګه پر دفاعي او نظامي همکاريو بحث او خبرې وشوې.
 
رحماني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د جوبايډن پر رهبرۍ د متحده ايالاتو د نوې ادارې د کار پيل د امريکا سرپرست سفير او د ده له لارې د دې هېواد ټولو خلکو ته مبارکي وويله او د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پياوړتيا او پر ټينګښت يې ټينګار وکړ.
 
 راس ويلسن ويلي چې د امريکا ـ طالبانو د هوکړه ليک د ارزولو وروسته  هيله لرم چې د دوحې مذاکرات بريالي شي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې شاهدان اوسو.