ولسمشر غني: اوبه مو خپلې دي او دا اوبه به مهاروو

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستې په پار افغان ولس ته مبارکي ویلې ده. 
 
د ارګ فېسبوک پاڼې په دې اړه د ولسمشر غني له خولې لېکلي، "ما تل ویلي چې موږ د خپل تاریخ جبران ته اړتیا لرو، ډېرو خلکو ته به دا جالبه وي چې تاریخ څنګه جبرانېږي؟ خو د تاریخ د جبرانېدو یوه لار دا ده چې موږ خپلې اوبه مدیریت کړو او د تاریخ په لړ کې مو چې د اوبو د نه مهارېدو له امله کوم زیان لیدلی، هغه بېرته جبران کړو. 
 
د کمال خان بند اعمار زموږ د ۷۰۰ کاله  تاریخ جبران دی، زموږ د ځمکو آبادي ده، زموږ د خودکفایۍ خوا ته یو عملي ګام دی او زموږ له طبیعي سرچینو د ښې ګټې اخیستو ژوندی مثال دی. 
 
لکه څنګه مې چې له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې کمال خان به ۷۰۰ کاله وروسته یو ځل بیا اوبه زېرمه کوي، نن په خوښۍ د خپلې هغې ژمنې د پوره کېدو شاهد یم.
 
زما ولسه!
دا زما لپاره ویاړ دی چې نن تاسې ته د دغه ستر ارمان د ترسره کېدو مبارکي وایم! بیا هم ډاډ درکوم چې: «ډوډۍ راته له هر ځایه راځي او اوبه مو د هېچا نه دي، اوبه مو خپلې دي او دا اوبه به مهاروو!"