پاریس کې د احمد شاه مسعود په نوم جاده نومول کيږي

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، د فرانسې پلازمېنې پاريس ښار د ښاروالۍ شورا پرېکړه کړې چې د دغه ښار يو ځای به د احمد شاه مسعود په نوم کړي.
 
‌فرانسوي چارواکو لېکلي دي چې دغه کار احمد شاه مسعود ته د درناوي په پار کوي. دوی دا هم ويلي دي چې فرانسه نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د احمدشاه مسعود په نوم نښه پرېږدي.
 
د پاريس د ښاروالۍ د دغه اعلان په اړه د احمد شاه مسعود ورور احمد ضياء مسعود د فرانسې حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی.
 
احمد شاه مسعود د روسانو او طالبانو پر وړاندې جګړه کې د شمال ټلوالې مهم قومندان وو او ويل کيږي چې د افغان جګړو پرمهال نوموړي د فرانسې ملاتړ او ورسره ځانګړې اړیکې درلودې.