د هند او انګلنډ ترمنځ لوبو ته پنځوس سلنه ننداره کوونکي د ورتلو اجازه لري

د هندوستان د ټامیل نادو کریکټ ادارې چارواکو پخپلو تازه څرګندونو کې د هند کریکټ بورډ له قوله ویلي چې د فبرورۍ پر ۱۳مه پیلیدونکي دوهمې ټسټ لوبې ته به یوازي پنځوس سلنه ننداره کوونکي لوبغالي ته د ورتګ اجازه ولري.

د دوی په خبره چې لومړۍ ټسټ لوبه به د بندو دروازو تر شا ترسره شي او د مالوماتو له مخې لومړۍ سیالۍ ته د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي هم ور دعوت شوی.

که څه هم وړمه ورځ هندي کریکټ بورډ د دریمې او څلورمې ټسټ لوبې نندارې په موخه ننداره چیانو ته د ورتګ اجازې ورکولو خبر خپور کړی و، خو په تازه خبر کې ویل شوي ترڅو تر نیمه یي اندازې مینوال به په دوهمه ټسټ لوبه کې هم د لوبغالي د ننه د نندارې اجازه ولري.

د انګلستانۍ لوبډلې سلو توپ اچونکي جېک لیچ خوښي ښودلي ترڅو انګلینډۍ لوبډله به د ننداره کوونکو ترمخه د هند خلاف له ترسره کیدونکو سیالیو پوره پوره خوند واخلي.

هند پداسې مهال خپلو ننداره کوونکو ته لوبغالو ته د ورتګ اجازه ورکوي چې د کرونا وبا له امله په ټوله نړۍ کې ورزشي فعالیتونه له خنډ و ځنډ سره مخ شوي او ډیری هېوادونه لا هم د بندو دروازو تر شاه په محدود ډول لوبو ته دوام ورکوي.