ولسمشر غني:

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، کمال خان بند چې د هېواد یو ستره او ملي پروژه ده، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا یې چارې بشپړې او د اوبو ذخیره کول پکې پيل شول.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه بند بشپړېدو سره هېوادوالو د خوښۍ اظهار کړی او دا یې د هېواد د آبادۍ په برخه کې مهم ګام یاد کړی او ددې بند د چارو سرته رسیدو سره یې د ویاړ احساس څرګند کړی.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم اداره وایي، چې د نورو هېوادوالو تر څنګ د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني هم خپله خوښي څرګنده کړه او کمال خان بند په اشارې یې وویل: "نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې؛ د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه".

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره زیاتوي، چې د دغه سترې پروژې د بشپړېدو له امله د هېواد جمهور رئيس ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايي او خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د هېواد اوبه به مهار کیږي؛ چې د کمال خان بند تر څنګ به یو شمېر نور بندونه بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.