هند څنګه د ټېسټ اتلوالیو جام پایلوبې ته لار پیداکولای شي؟

وروسته له هغه چې اسټرالیا د جنوبي افریقا سفر وځنډو، د ټېسټ کریکټ د اتلوالۍ پایلوبه اوس د هند او انګلستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبلړۍ پورې محدوده شوي.

ټاکل شوي تر څو د ټېسټ نړیوالو سیالیو پایلوبه د جولاۍ میاشتې له ۱۸ تر ۲۲مې د انګلستان په لارډز تاریخي کریکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ددغو سیالیو پایلوبې ته د نیوزلېنډ کریکټ لوبډلې لا له وړاندې د ۷۰%فیصد نمرو پخپلولو سره  لار پیدا کړي.

هند د ۷۱،۷فیصده نمرو په ترلاسه کولو د جدول په لومړۍ کرښه کې شتون لري، اسټرالیا بیا ۶۹،۲ او انګلستان بیا ۶۸،۷ فیصده نمرې ترلاسه کړي خو درېواړه لوبډلې لا هم یوه یوه ټېسټ لوبلړۍ تر مخه لري.

د هند،انګلستان او اسټرالیا له منځه به اوس یوه لوبډلو ددغو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کوي، خو زیاته موقع کومه لوبډله په واک کې لري؟

هند کولای شي ترڅو ددغو لوبو فاینل ته لار پیدا کړي کله چې د انګلستان کريکټ ملي لوبډې څخه د ټېسټ لوبلړۍ 2-0, 2-1, 3-0, 3-1 او یا 4-0 وګټي.

انګلستان بیا هغه وخت د یادو سیالیو پایلوبې ته د ورتګ چانس لري ترڅو خپل سیال هند ته په پیلیدونکي ټېسټ لوبلړۍ کې 3-0, 3-1 او یا  4-0 ماتې ورکړي.

خو د اسټرالیا کریکټ ملي به هغه د ټېسټ نړیوالو سیالیو پایلوبې تخ لار مومي کله چې د هند او انګلنډ ترمنځ د ټېسټ سریز مساوي پای ته ورسیږي، هند دغه لوبلړۍ یو د صفر په مقابل کې وګټي او یا به اسټرالیا هغه وخت فاینل ته د ورتګ لار هواره کړي، کله چې انګلنډ له هند څخه یاده لوبلړۍ 1-0، 2-0 او یا 2-1 پخپل نوم کړي.

د مالوماتو پر اساس، هند او انګلستان به د روانې میاشتې په پنځمه نیټه د څلور ټېسټ لوبو لړۍ په چنای کې پیل کړي.