ډاکټر عبدالله د اروپایي ټولنې د بحرانونو د مدیریت کمیسار یانس لنارچیچ سره کتلي

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله او یانس لنارچیچ په دې لیدنه کې د دواړو خواو په اړیکو او افغان سولې خبرې کړي.

ددې لیدنې پرمهال د اروپایي ټولنې د بحرانونو د مدیریت کمیسار لنارچیچ ویلې، چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي او تمه لري، چې دا هڅې ډېر ژر ښه پایله ورکړي.

خو د نوموړي په خبره، چې په یادو خبرو کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې، دیموکراتیک ارزښتونه، په ځانګړي ډول د مېرمنو حقونو او د بیان ازادي خوندي کول د اروپایي ټولنې لپاره د ارزښت وړ دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ددې لیدنې پرمهال د سولې له هڅو څخه د ملاتړ، د هدفي وژنو او تاوتریخوالي د غندلو په برخه کې د اروپایي ټولنې مننه وکړه او هممهاله یې د سولې د بریالیتوب په برخه کې د سیمې، نړۍ او اروپایي ټولنې پر هڅو ټینګار وکړ.