ولسي جرګه: د حکومت چوپتیا په دې مانا ده چې په وروستیو هدفي وژنو کې لاس لري

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، د ولسي جرګې غړو یو ځل بیا په هېواد کې په روانو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې ده.

د ولسي جرګې غړو نن ددې جرګې په امتیازي ساعت کې په مرکز او ولایتونو کې د وروستیو هدفي وژنو په دوام او ډېریدو اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې په دې برخه کې د حکومت چوپتیا په دې مانا ده چې په یادو بریدونو کې د حکومت ځیني کړۍ لاس ولري.

د وکیلانو په وینا پرته له استخباراتي کړیو وسله والې ډلې دغسې بریدونه نه شي ترسره کولی او دوی ټینګار کوي چې حکومت باید د وروستیو بریدونو په تړاو وضاحت وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړي په وروستیو هدفي وژنو کې حکومت ښکېل بولي او په وینا یې باید ولس ته ځواب ورکړي؛ وکیلان داسې مهال په حکومت یاد توري پورې کوي چې یو ځل بیا په هېواد کې هدفي وژنو زور اخیستی او له پرون راهیسې یوازې په کابل کې پنځه هدفي مقناطیسي ماین چادونې ترسره شوې دي چې نهه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.