امریکا وایي تر دې دمه یې په افغانستان کې د سرتېرو پر کمولو یا ډېرولو فکر نه دی کړی

 
 
روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په افغانستان کې او عراق کې وضعیت ارزوي او د سرتېرو د حضور، ډېرولو یا کمولو په اړه به تر خپلې ارزونې وروسته پرېکړه کوي. 

د کربي په خبره تر دې دمه په افغانستان کې د سرتېرو پر کمولو یا ډېرولو هم کوم فکر نه دی شوی. د امریکا ددفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی به د افغانستان د وضعیت هر اړخیزه ارزونه کوي او بیا به د خپل حضور په اړه پرېکړه کوي. 

خو راپورونه وایي امریکايي حکومت اوس په دې باور دی چې طالبانو په ډېرو مواردو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو ښایي پر خپله تګلاره کې بدلون راولي.