پکتیکا وال: که د ارګون ولسوالۍ ولایت نه شي لویې لارې تړو

روهي ( درې نۍ/ ۱۴ د سلواغې )، د پکتیکا ارګون خلک غوښتنه کوي چې نفوس او مساحت ته په کتو اړتيا ده چې پکتيکا په دوو برخو وويشل شي او د ارګون په نوم نوی ولايت د ايجاد شي. 
 

د ارګون خلکو پکتیکا کې غونډې ته د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره ویلي له ولسوالۍ څخه ولايت ته د ارتقا په موخه د جوړ شوي طرزالعمل له مخې, ارګون ولسوالۍ ولايت ته د ارتقا لپاره ټول شرايط او ضرورتونه پوره کړيدي نو ځکه ارګون بايد ولايت شي. 
 
د ارګون ولسوالۍ خلک وایي که پرته له کوم دليله د ارګون د ولايت کيدو په چارو کې د حکومتي مسولينو لخوا ځنډ او خنډ جوړيږي, نو ولسونه به له بديلو سوله ييزو لارو کار واخلي.