امریکا کې د کرونا وېروس له امله د مړو شمېر تر ۴۵۴ زرو واوښت

روهي (درې نۍ/۱۴ د سلواغې)، امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا اخته دوه زره او ۳۶ کسان مړه شوي چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر تر ۴ لکه او ۵۴ زره اوښتی دی. 

د معلوماتو له مخې، امریکا کې تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر څلور لکه او ۵۴ زره او ۲۱۳ ته رسېدلی دی. 

د سرچینې په خبره، دغه راز په همدې موده کې د کرونا وبا لږ تر لږه ۱۳۲ زره او ۲۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر بیا ۲۶ میلیون او ۹۱۱ زره او ۲۷۵ ته لوړ شوی دی.