کابل کې نن ورځې پرلپسې چادونو ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

روهي (درې نۍ/۱۴ د سلواغې)، د کابل ښار په نننیو پرلپسې دریو چادونو کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې له ډلې یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په کابل ښار کې د نن سهار لومړنۍ چاودنه د دویمې ناحیې اړوند په جوی شیر سیمه کې د امنیتي کسانو پر یوه فورډ ډوله موټر، دویمه چاودنه په څلورمه ناحیه کې پر یوه فرونر ډوله موټر او له هغې ساعت وروسته دریمه چادونه د کابل ښار د دهمزنګ په نو آباد سیمه کې پر یوه کرولا ډوله موټر پسې شوې.

د کابل ښار نننۍ لومړۍ چادونې دوه کسان ټپیان  کړي ورپسې په دوهمه چادونه کې د دوو کسانو د وژل کیدو ترڅنګ دوه نور ژوبل او دریمه چادونه کې هم دوه کسان ژوبل شوي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ښار دویمه چاودنه د جمعیت اصلاح د مشر دوکتور محمد عاطف په موټر شوې چې نوموړی هم پکې وژل شوی.
بلخوا ددې بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.