بادغیس کې د زعفرانو حاصلات دوه چنده شوي

روهي (دوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د زعفرانو سږني حاصلات دوه چنده زیات شوي دي.

د بادغیس د کرنې ریاست د شمېرو له مخې تېر کال ددې ولایت په ۵۳ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې ۵۷ کیلو ګرامو ته رسیده، خو د روان لمریز کال په ترڅ کې د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د ترویجي او پراختیایي پروګرامونو په لاره اچولو سره ددې ولایت په ۷۹ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې ۱۰۷ کیلوګرامو ته رسېدلي ده.

د بادغیس د کرنې ریاست دغه راز زیاتوي، چې سږکال په دې ولایت کې د زعفرانو ۱۳ ننداریزې کروندې هم جوړې شوې وې، چې ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار د زعفرانو پنځه زره کیلو ګرامه پیاز پېرل شوې وه او پر ۱۳ بزګرانو وېشل شوې و.

د بادغیس په ولایت کې د زعفرانو کرکېله له ۱۳۹۴ ام کال څخه پیل شو او دمګړۍ ددې ولایت د زعفران کارو بزګرانو شمېر ۲۷۵ ته رسېدلي دي.